د QR کوډ منځپانګهد QR کوډ سره پاڼه ترلاسه کړئ

طالبان: سږ کال په کابل کې ۱۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې شوې دي

21 عقرب 1404 ساعت 10:35

د طالبانو یو ویاند وايي چې دې ډلې په کابل کې ۱۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې کړې دي.


د طالبانو یو ویاند وايي چې دې ډلې په کابل کې ۱۷۰ پراختیايي پروژې بشپړې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه (د لړم ۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، سږ کال د کابل ښاروالۍ په کابل کې ۲۵۸ پروژې پلان کړې وې چې ۸.۱۲ ملیارد افغانۍ لګښت یې درلود.

هغه زیاته کړه: له دې پروژو څخه ۱۷۰ پروژې بشپړې شوې او پاتې نورې د پلي کېدو په حال کې دي.

د مجاهد په وینا، ۱۴۲ نورې پروژې د خیریه موسسو لخوا تمویل کیږي، چې د کابل ښاروالۍ لخوا اداره او څارنه کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 188179

دمطلب پته :
https://www.jomhornews.com/ps/news/188179/

جمهور
  https://www.jomhornews.com