د طالبانو اقتصادي دفتر پریکړه کړې چې ټول افغان سوداګر باید له پاکستان سره سوداګري کمه کړي او د توکو د لیږد لپاره نورې لارې وکاروي.
د طالبانو اقتصادي دفتر پریکړه کړې چې ټول افغان سوداګر باید له پاکستان سره سوداګري کمه کړي او د توکو د لیږد لپاره نورې لارې وکاروي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د اقتصادي دفتر مشر عبدالله عزام نن چهارشنبې (د لړم ۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، امارت خپلو سوداګرو وروڼو ته خبر ورکړی چې پاکستان تل زموږ سوداګریزې لارې بندوي او غیر سیاسي مسایل د سیاسي وسیلو په توګه کاروي، نو پریکړه یې کړې چې هرڅوک باید د امکان تر حده له پاکستان سره سوداګري کمه کړي او د توکو د لیږد لپاره نورې شته لارې وکاروي. د طالبانو د دې پریکړې پر بنسټ، له پاکستان څخه واردات باید بدیلو بازارونو او هغو هیوادونو ته لاړ شي چې اوس په پراخه کچه شتون لري. عزام لیکلي: درمل باید له نورو هیوادونو څخه وارد شي او سوداګر باید خپل حسابونه په پاکستان کې تصفیه کړي او له هغوی څخه کارتونه ترلاسه نه کړي. د طالبانو ډلې دا پریکړه د پاکستان د سرحدي سوداګریزو دروازو له تړلو وروسته وشوه، چې د ډلې او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکیچونو له امله وه. جمهورخبري آژانس