په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشره وايي چې د جګړې چاودیدونکي پاتې شوني لاهم سیمه ایز افغان ټولنې ګواښي.
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشره وايي چې د جګړې چاودیدونکي پاتې شوني لاهم سیمه ایز افغان ټولنې ګواښي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشرې، میرمن کاترینا ریټز، تیره شپه (د لړم ۲۱مه) په خپل اېکس پاڼه لیکي: د جګړې چاودیدونکي پاتې شوني لاهم سیمه ایز افغان ټولنې له خطر سره مخ کوي. هغې زیاته کړه: په هلمند کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له ۳۰۰ څخه زیاتو ماشومانو، بزګرانو او ښوونکو سره مرسته کړې او روزنه یې ورکړې ده چې د جګړې د چاودیدونکو پاتې شونو د خطرونو، خوندي چلند او لومړنۍ مرستې په اړه غونډې جوړې کړي. د یادونې وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې، د افغانستان ۱.۲ ملیون مربع متره خاوره د ماینونو او چاودیدونکو توکو سره ککړه ده. جمهورخبري آژانس