د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند اعلان وکړ چې د وزارت د ریل پټلۍ مرستیال د افغان-ټرانس پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل او د هرات-کندهار د ریل پټلۍ د عملي کار په اړه د متحده عربي اماراتو، ازبکستان او قزاقستان د ریل پټلۍ له چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.










