دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې څانګې د کابل ولایت څخه د "زیکاپ" او "کا" له ۱۷۰۰۰ څخه زیاتو نشه کوونکو ګولیو د نیولو خبر ورکړی دی.
کابل کې د زیکاپ" او کا له ۱۷۰۰۰ څخه زیاتې نشه کوونکې ګولۍ نیولې شوې
د طالبانو ډلې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې څانګې د کابل ولایت څخه د "زیکاپ" او "کا" له ۱۷۰۰۰ څخه زیاتو نشه کوونکو ګولیو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو ډلې د کورنیو چارو ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې څانګې د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د لړم ۲۵مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې څانګې د کشف، تخنیک او تصدیق ریاست د جرمونو ځانګړې څانګې د کابل ښار له اوومې ناحیې څخه ۱۴۱۸۲ د زیکیاپ ګولۍ، ۳۰۸۳ د کا ګولۍ او ۹۰ ګرامه چرس کشف او ضبط کړل.

د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس نیول شوی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي چارواکو ته وسپارل شي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdchz6nzz23n6xd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته