د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان وګړي د برید په ځواب کې د افغان کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسس کول وځنډول.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان وګړي د برید په ځواب کې د افغان کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسس کول وځنډول. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو نن پنشنبې (د لیندۍ ۶ مه) اعلان وکړ چې د امنیتي پروتوکولونو او شالید چکونو تر بیاکتنې پورې یې د افغان وګړو د ټولو کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسس کول د نامعلوم وخت لپاره ځنډولي دي. ادارې وویل چې زموږ د هیواد او امریکایی خلکو ساتنه او خوندیتوب زموږ یوازینی تمرکز او ماموریت پاتې دی. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې یو افغان وګړي، ۲۹ کلن رحمان الله لکنوال، د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ ته نږدې په یوه "برید" کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو ډزې وکړې. سي بي ایس نیوز د ګڼو پوځي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو د ډزو په برید کې شکمن کس یو افغان تبعه دی. سرچینو د افغان تبعه د رحمان الله لکنوال په نوم پیژندلی چې ۲۹ کلن دی او په ۲۰۲۱ کال کې متحده ایالاتو ته داخل شوی و. د امریکا چارواکو وویل چې د لویدیځ ورجینیا ملي ګارډ دوه غړي د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ ۵ مه له غرمې وروسته په یوه وسله وال برید کې ووژل شول. د سي بي ایس نیوز سرچینو وویل چې افغان تبعه اوس مهال ټپي شوی او په توقیف کې دی، خو په برید کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري نه کوي. جمهورخبري آژانس