دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په لړم میاشت کې له پاکستان څخه د ۱۲۴۰۰۰ څخه زیاتو کډوالو د راستنیدو اعلان وکړ.
په لړم میاشت کې له پاکستانه له ۱۲۴۰۰۰ زیات کډوال راستانه شوي
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په لړم میاشت کې له پاکستان څخه د ۱۲۴۰۰۰ څخه زیاتو کډوالو د راستنیدو اعلان وکړ.

د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنشنبې (د لیندۍ ۶ مه) اعلان وکړ چې په نومبر میاشت کې له پاکستان څخه ۱۲۴۸۹۸ کسان راستانه شوي دي.

وزارت ویلي چې ۱۵۶۳۷ کسان د سپین بولدک له پولې، ۸۳۱۶۳ کسان د تورخم له پولې، ۱۲ کسان د ببرک تڼي له پولې، یو کس د میر سپار له پولې او ۲۶۰۸۵ کسان د بهرامچه له پولې څخه هیواد ته داخل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو راپورونو له مخې، له ایران او پاکستان څخه له ۲ ملیون څخه ډیر خلک په جبري ډول راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcd9j0fjyt0j56.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته