دا په زړه پورې ده ۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا پر ملي ساتونکو د یوه افغان وګړي برید له افغانستان څخه په نړیواله کچه د ترهګرۍ د بیا راپورته کېدو اندېښنه په ګوته کوي.
د امریکا پر ملي ساتونکو د افغان وګړي برید له افغانستان څخه په نړیواله کچه د ترهګرۍ د بیا راپورته کېدو اندېښنه په ګوته کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا پر ملي ساتونکو د یوه افغان وګړي برید له افغانستان څخه په نړیواله کچه د ترهګرۍ د بیا راپورته کېدو اندېښنه په ګوته کوي.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون (د لیندۍ۷مه) په یوه بیان کې وویل چې پاکستان په واشنګټن ډي سي کې د ډزو هغه پېښه په کلکه غندي، چې ویل کېږي یو افغان پکې ښکېل دی.

بیان زیاته کړه: دا هدفي برید بې له شکه یو ترهګریز عمل او د امریکا په خاوره کې یو وحشتناک برید و. په تیرو دوو لسیزو کې، پاکستان بې شمیره ورته ترهګریزې پیښې لیدلي دي چې له افغانستان سره ښکاره اړیکه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا پېښه د بین المللي ترهګرۍ له امله رامینځته شوي ننګونې په ګوته کوي او د دې ګواښ سره د مبارزې لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتوالي اړتیا باندې ټینګار کوي.

بیان کې ویل شوي چې دا پېښه په نړیواله کچه د ترهګرۍ د بیا راپورته کېدو اندېښنه په ګوته کوي. نړیواله ټولنه باید دې مسلې ته پام وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ګډې هڅې پیاوړې کړي.

وزارت ټینګار وکړ چې پاکستان د ترهګرۍ د ګډې ننګونې سره د مقابلې لپاره د متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjvoevouqeooz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته