د امریکا د کورني امنیت وزارت په هیواد کې د بمونو جوړولو په تور د یو بل افغان وګړی د نیولو اعلان کړی دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت په هیواد کې د بمونو جوړولو په تور د یو بل افغان وګړی د نیولو اعلان کړی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې،دامریکایي رسنیو نن یکشنبې (د لیندۍ ۹مه) د کورني امنیت وزارت په حواله راپور ورکړ چې په امریکا کې یو افغان وګړی محمد داود الکوزي په ټیک ټاک کې د ځان یوه ویډیو خپره کړې چې ښيي هغه د ټکساس په فورټ ورت سیمه کې د چاودنې لپاره بم جوړوي. وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې موږ به ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې زموږ په خاوره کې ژوند وکړي. په مطبوعاتي اعلامیه کې بیا ټینګار شوی چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د افغان اتباعو لپاره د کډوالۍ ټول غوښتنلیکونه او د پناه غوښتنې ټولې پریکړې د نامعلوم وخت لپاره ځنډولي دي، او هیواد به هغو کسانو ته پناه ورنکړي چې غواړي د امریکا خلکو ته زیان ورسوي. جمهورخبري آژانس