دا په زړه پورې ده ۰
د سپینې ماڼۍ ویانده وايي چې په امریکا کې د ناامنۍ راپورته کېدل په افغانستان کې د ترهګرۍ او په سومالیا کې د درغلیو له امله دي.
 امریکا کې د ناامنۍ راپورته کېدل په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله دي
د سپینې ماڼۍ ویانده وايي چې په امریکا کې د ناامنۍ راپورته کېدل په افغانستان کې د ترهګرۍ او په سومالیا کې د درغلیو له امله دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ، نن یکشنبې (د لیندۍ ۹ مه) په خپل ایکس پاڼه لیکلي، له افغانستان څخه ترهګري او په سومالیا کې درغلۍ ښيي چې ولې ټرمپ د کډوالو په اړه سم دی.

آغلې لیویټ لیکلي: د ملي امنیت د بحران شدت چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د څلورو کلونو په اوږدو کې خپور کړی، مبالغه نشي کیدی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې اعلان وکړ چې ډونالډ ټرمپ خپلې ټولې ډلې ته امر کړی چې د امریکا په پولو کې د دې شر له منځه وړلو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د رحمان الله لکنوال په نوم یوه افغان وګړي تیره اونۍ د سپینې ماڼۍ په څنډه کې د امریکا د ملي ګارډ دوه غړي په ډزو ووژل، یو یې وواژه او بل یې سخت ټپي کړ.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdciqvazrt1avv2.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته