د یوې معتبرې امریکایی خبري ادارې د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال وروسته له ۵۰۰۰ څخه ډیر افغانان چې امریکا ته ننوتي وو د هیواد د ملي امنیت لپاره د احتمالي ګواښونو په توګه طبقه بندي شوي دي.
د یوې معتبرې امریکایی خبري ادارې د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال وروسته له ۵۰۰۰ څخه ډیر افغانان چې امریکا ته ننوتي وو د هیواد د ملي امنیت لپاره د احتمالي ګواښونو په توګه طبقه بندي شوي دي. د جمهور اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاند د دوو افغان اتباعو وروستي نیول کیدو ته په اشارې سره، د بایډن پخوانۍ اداره د ملي امنیت په ګډوډۍ کې مسؤله وبلله او د دې وضعیت اصلي لامل یې ناکافي امنیتي چکونه وبلل. د راپور له مخې، د ۶۸۶۸ افغان کډوالو څخه چې په احتیاط سره معاینه شوي وو: ۵۰۰۵ د ملي امنیت لپاره د ګواښونو په توګه پیژندل شوي، ۹۵۶ د عامه خوندیتوب لپاره د ګواښونو په توګه، او ۸۷۶ د درغلیو په تور نیول شوي وو. دا راپور د دوو وروستیو امنیتي پیښو وروسته خپور شو: په ټیکساس کې د بم ګواښ او د سپینې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ سرتیرو ډزې، چې شک کیده یو افغان کډوال وي. د دې پیښو وروسته، د افغان پاسپورټ لرونکو لپاره د نویو ویزو پروسس بند شوی او د افغانستان په ګډون د لوړ خطر لرونکو هیوادونو اتباعو ته د صادر شویو ټولو شنه کارتونو بیاکتنه پیل شوې ده. د متحده ایالاتو نوې ادارې ټینګار کړی چې ملي امنیت لومړیتوب لري او د مهاجرینو د څارنې لپاره به سخت اقدامات وکړي. جمهورخبري آژانس