دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د خیر د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، د دې ډلې جنګیالیو د فاریاب ولایت د امربالمعروف په ریاست د برید مخه نیول شوې ده.
د فاریاب د امربالمعروف په ریاست د برید مخه ونیول شوه
د طالبانو د خیر د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، د دې ډلې جنګیالیو د فاریاب ولایت د امربالمعروف په ریاست د برید مخه نیول شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر نن دوشنبې (د لیندۍ ۱۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: "پرون ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې، یو بریدګر چې غوښتل یې د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کې د امربالمعروف په ریاست برید وکړي، د خدای په فضل سره د خپل هدف ترلاسه کولو څخه منع شو."

طالبانو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcaean6i49nao1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته