د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې څانګې په پروان ولایت کې له ۱۲۰۰ کیلوګرامو څخه زیاتو مخدره توکو د سوځولو اعلان وکړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې څانګې په پروان ولایت کې له ۱۲۰۰ کیلوګرامو څخه زیاتو مخدره توکو د سوځولو اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخېو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې څانګې د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د لیندۍ ۱۰مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دې ادارې په پروان ولایت کې د تیر کال په اوږدو کې کشف او نیول شوي مخدره توکو یوه لویه اندازه وسوځوله. په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې په سوځول شویو مخدره توکو کې ۷۸۰۰ مخدره توکي، ۱۲۰۰ کیلوګرامه مختلف ډوله مخدره توکي، او ۷.۹ لیټره الکولي مشروبات شامل دي. جمهورخبري آژانس