د QR کوډ منځپانګهد QR کوډ سره پاڼه ترلاسه کړئ

په مشهد او زاهدان کې د افغان کډوالو د پیژندنې مرکزونه پرانستل شول

10 قوس 1404 ساعت 16:45

د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې د مشهد او زاهدان په ښارونو کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د مرکزونو د پرانستلو اعلان وکړ.


د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې د مشهد او زاهدان په ښارونو کې په ایران کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د مرکزونو د پرانستلو اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د لیندۍ ۱۰مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې دې ادارې په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو لپاره په مشهد او زاهدان کې د پیژندنې مرکزونه پرانستلي دي.

په مشهد کې د طالبانو مشر قونسل نور محمد متوکل وویل چې د طالبانو امارت ژمن دی چې د هیواد دننه او بهر د افغانانو لپاره جامع خدمات وړاندې کړي.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو څانګې مرستیال محمد نبي نصرت وویل چې دا اداره ژمن ده چې د هیواد دننه او بهر د افغانانو پورې اړوند خدماتو چمتو کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

طالبانو له ایراني چارواکو وغوښتل چې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت لپاره له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د تګ راتګ په برخه کې همکاري وکړي، او همدارنګه په تهران کې ورته کاري دفترونه چمتو کړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 188943

دمطلب پته :
https://www.jomhornews.com/ps/news/188943/

جمهور
  https://www.jomhornews.com