دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ نن سه شنبې (د لیندۍ۱۱مه) د خوست په ولایت کې د طالبانو لخوا په عام محضر کې د یو کس د اعدام په غبرګون کې وویل: ما نن سهار د افغانستان په خوست کې د خلکو پر وړاندې د اعدام راپور ترلاسه کړ.
بنیټ: عامه اعدام ظالمانه، غیر انساني او د نړیوال قانون خلاف دی
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ نن سه شنبې (د لیندۍ۱۱مه) د خوست په ولایت کې د طالبانو لخوا په عام محضر کې د یو کس د اعدام په غبرګون کې وویل: ما نن سهار د افغانستان په خوست کې د خلکو پر وړاندې د اعدام راپور ترلاسه کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، هغه زیاته کړه: عامه اعدام غیر انساني، ظالمانه او غیر معمولي سزا ده او د نړیوال قانون خلاف ده او باید ودرول شي.

د یادونې وړ ده چې د خوست ولایت د طالبانو د والي ویاند مستغني ګربز پرون اعلان وکړ چې د یو کس اعدام نن سهار په ۱۰ بجو د ولایتي سپورت په لوبغالي کې ترسره شو.

جمهور خبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcaian6e49nao1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته