د تاجکستان ولسمشر د افغانستان له خاورې څخه په هغه هیواد کې د چینایي اتباعو پر وړاندې د ډرون بریدونو په ځواب کې له افغانستان سره د سرحدي امنیتي وضعیت د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
د تاجکستان ولسمشر د افغانستان له خاورې څخه په هغه هیواد کې د چینایي اتباعو پر وړاندې د ډرون بریدونو په ځواب کې له افغانستان سره د سرحدي امنیتي وضعیت د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان امنیتي ادارو ته امر کړی چې له افغانستان سره د سرحدي وضعیت بیاکتنه وکړي او سمدلاسه امنیتي تدابیر پیاوړي کړي. دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د افغانستان له خاورې څخه په یوه وروستي برید کې درې چینایي اتباع ووژل شول. د تاجکستان امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی چې د مخدره توکو قاچاق شبکې، د سرو زرو غیرقانوني کان کیندنې او وسله والې ډلې د طالبانو سره پولې ته نږدې فعالې دي. جمهورخبري آژانس