دا په زړه پورې ده ۰
د فراه د پولیسو د مطبوعاتي دفتر ویاند محمد نسیم بدري وايي، د ایراني سرحدي ساتونکو لخوا په هغو خلکو باندې په ډزو کې ۱۰ کسان ووژل شول چې غوښتل یې له دې ولایت څخه په غیرقانوني ډول ایران ته ننوځي.
په فراه کې د ایراني سرحدي ساتونکو په ډزو کې ۱۰ افغانان ووژل شول
د فراه د پولیسو د مطبوعاتي دفتر ویاند محمد نسیم بدري وايي، د ایراني سرحدي ساتونکو لخوا په هغو خلکو باندې په ډزو کې ۱۰ کسان ووژل شول چې غوښتل یې له دې ولایت څخه په غیرقانوني ډول ایران ته ننوځي.

د جمهور أژانس د خبر له مخې بدري ویلي دغه پېښه پرون شپه د (لیندۍ ۱۰ مه) هغه مهال رامنځ ته شوې، چې ایراني سرتېرو د ولایت پر یو شمېر هغو اوسیدونکو ډزې وکړې چې په غیرقانوني ډول له پولې څخه تېرېدل او د فراه د شیخ ابو نصر بندر له لارې ایران ته ننوتل، چې له امله یې ۱۰ کسان ووژل شول.

د بدري په وینا، د دې کسانو سربیره، دوه نور لا هم ورک دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcg779quak97y4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته