په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې اجرایوي رییس په کونړ او نورستان ولایتونو کې د ۶۲۳ کورنیو لپاره د دې سازمان د بیړنۍ نغدي مرستې اعلان وکړ.
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې اجرایوي رییس په کونړ او نورستان ولایتونو کې د ۶۲۳ کورنیو لپاره د دې سازمان د بیړنۍ نغدي مرستې اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشرې میرمن کاترینا ریټز، نن سې شنبې (د لیندۍ ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې سازمان په کونړ او نورستان کې د وروستیو وسله والو نښتو وروسته ۶۲۳ کورنیو ته بیړنۍ نغدي مرستې وویشلې. هغې زیاته کړه: دا د ژمي په رارسیدو سره د خوړو، سرپناه او روغتیا پاملرنې پوښښ لپاره حیاتي مرسته ده. د یادونې وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په ټول افغانستان کې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتیدو ده. جمهورخبري آژانس