د QR کوډ منځپانګهد QR کوډ سره پاڼه ترلاسه کړئ

کونړ او نورستان کې د ۶۲۳ کورنیو لپاره بیړنۍ نغدي مرسته

18 قوس 1404 ساعت 12:40

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې اجرایوي رییس په کونړ او نورستان ولایتونو کې د ۶۲۳ کورنیو لپاره د دې سازمان د بیړنۍ نغدي مرستې اعلان وکړ.


په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې اجرایوي رییس په کونړ او نورستان ولایتونو کې د ۶۲۳ کورنیو لپاره د دې سازمان د بیړنۍ نغدي مرستې اعلان وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشرې میرمن کاترینا ریټز، نن سې شنبې (د لیندۍ ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې سازمان په کونړ او نورستان کې د وروستیو وسله والو نښتو وروسته ۶۲۳ کورنیو ته بیړنۍ نغدي مرستې وویشلې.

هغې زیاته کړه: دا د ژمي په رارسیدو سره د خوړو، سرپناه او روغتیا پاملرنې پوښښ لپاره حیاتي مرسته ده.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په ټول افغانستان کې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتیدو ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 189240

دمطلب پته :
https://www.jomhornews.com/ps/news/189240/

جمهور
  https://www.jomhornews.com