د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ په اړه د اسلام آباد اندیښنې باید جدي په پام کې ونیول شي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ په اړه د اسلام آباد اندیښنې باید جدي په پام کې ونیول شي. د جمهور اژانس د خبر له مخې، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن یکشنبې(د لیندۍ ۲۳ مه) ویلي، هغه نن په تهران کې د افغانستان او روسیې ګاونډیانو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون وکړ. هغه زیاته کړه: پاکستان په دې غونډه کې په کلکه وویل چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ په اړه د اسلام آباد اندیښنې باید په کلکه حل شي. هغه لیکلي چې پاکستان غواړي په سیمه کې سوله، پرمختګ او امنیت ته وده ورکړي. د یادونې وړ ده چې په تهران کې دوه ورځنۍ سیمه ییزه غونډه د افغانستان او روسیې ګاونډیو هیوادونو د ځانګړو استازو په شتون سره نن د ایران په پلازمینه کې پیل شوه. جمهورخبري آژانس