په یوه خونړۍ پیښه کې، دوو وسله والو کسانو د سډني په بونډي ساحل کې د یهودانو د حنوکا په جشن برید وکړ، چې لږترلږه ۲۰ کسان یې ووژل او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل. د آسټرالیا پولیسو یو شکمن کس وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.
په یوه خونړۍ پیښه کې، دوو وسله والو کسانو د سډني په بونډي ساحل کې د یهودانو د حنوکا په جشن برید وکړ، چې لږترلږه ۲۰ کسان یې ووژل او ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل. د آسټرالیا پولیسو یو شکمن کس وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی. د الجزیرې خبري اژانس او آسټرالیا رسنیو په وینا، برید نن د سډني په بونډي ساحل کې شوی دی. ABC آسټرالیا راپور ورکړی چې د نیو ساوت ویلز امبولانس خدماتو په حواله، د پیښې له ځای څخه ۱۶ ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي. د آسټرالیا پولیسو اعلان وکړ چې په لومړي سر کې په ډزو کې د ۱۰ کسانو مړینه تایید شوې وه، خو د عبراني ژبو سرچینو وروسته د مړو شمیر ۲۰ او د ټپیانو شمیر ۱۰۰ ته لوړ کړ. د نیو ساوت ویلز پولیسو ټینګار وکړ چې امنیتي عملیات روان دي او امنیتي ځواکونه د بونډي په سیمه کې د کور جوړ شوي بم ګواښ سره مخ دي. یو شکمن کس د پولیسو سره په ډزو کې ووژل شو او دوهم شکمن کس چې په ډزو کې ښکیل و، ټپي شوی او په نازک حالت کې دی. په دې پېښه کې یوولس کسان ټپیان شوي دي، چې دوه پولیس افسران هم پکې شامل دي. د عبراني ژبې رسنیو د قربانیانو د هویت په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. د چاباد صهیونیسټ غورځنګ استازی ربي ایلي شلانګر په دې برید کې ووژل شو او د آسټرالیا-اسرائیلي یهودي شورا مشر ټپي شو. په رسنیو کې دا پیښه د "خونړۍ حنوکا" په توګه بیان شوې او پولیس د بریدګرو د انګېزو په اړه څېړنه کوي. سیمه ییزې سرچینې راپور ورکوي چې په بونډي ساحل کې د یهودانو د حنوکا یوه لویه جشن روان و چې د دوو وسله والو کسانو ناڅاپي برید ګډوډي رامنځته کړه. جمهورخبري آژانس