د مقاومت جبهې له طالبانو سره په نښته کې د دریو طالب جنګیالیو د وژل کېدو اعلان وکړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې،د مقاومت جبهې د رسنیو دفتر نن شنبې (د مرغومي ۶مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د طالبانو ترهګرې ډلې پرون د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په شاوخوا کې د "باریم" کلي په دره کاریز سیمه کې د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو په یوه اډه باندې سخت برید تنظیم کړ، چې د ملي مقاومت جبهې د زړورو ځواکونو له سخت ځوابي برید سره مخ شو. په دې ځوابي برید کې، د ملي مقاومت جبهې جنګیالیو، د طالبانو د ترهګرې ډلې ۳ غړي ووژل شول، او دښمن د درنو تلفاتو له زغملو وروسته شاتګ ته اړ شو او په لاره کې یې یو بې ګناه شپون هم شهید کړ. په دې نښته کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی. په مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې ده: "د ملي مقاومت جبهې ځواکونه په لوړ مورال سره له خپلو پوستو څخه دفاع کوي او چمتو دي چې د طالبانو ترهګرې ډلې سره وجنګیږي ترڅو خلک او هیواد د دې ظالمې ډلې له منګولو څخه خلاص کړي." د طالبانو ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې. جمهورخبري آژآنس