دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي، په کندوز ولایت کې یې څلور طالب جنګیاليو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
 کندوز  کې څلور طالب جنګیاليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغانستان د آزادۍ جبهې ویلي، په کندوز ولایت کې یې څلور طالب جنګیاليو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د آزادۍ جبهې د رسنیو دفتر نن شنبې (د مرغومي ۱۳مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د آزادۍ جبهې جنګیالیو پرون ماښام شاوخوا ۷:۰۰ بجې د کندوز ښار د بندر امام صاحب سړک کې د مفتي سراج جومات ته نږدې د طالبانو یوه پوسته په نښه کړه.

مطبوعاتي اعلامیې زیاته کړه: په دې برید کې ۲ طالبان ووژل شول او د ډلې ۲ نور ټپیان شول.

مطبوعاتي اعلامیې ویلي چې د آزادۍ جبهې د دې چریکي عملیاتو په ترڅ کې، د طالبانو یو پوځي موټر چې دا طالبان یې لیږدول وسوځول شو.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdca0wn6a49now1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته