د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پکتیا ولایت څخه د یو شمیر غیرقانوني وسلو او مهماتو کشف او ضبط اعلان کړ.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پکتیا ولایت څخه د یو شمیر غیرقانوني وسلو او مهماتو کشف او ضبط اعلان کړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه ( د مرغومي ۱۳مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې په پکتیا کې یو شمیر غیرقانوني وسلې او مهمات کشف او ضبط شوي دي. په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي: د پکتیا ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د لویې لارې امنیت کنډک د خوست پل په پوسته کې د پلټنې په جریان کې درې غیرقانوني ټوپکونه او ۷۵۰ د ټوپک ګولۍ کشف او ضبط کړې. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د شتون له امله د بې وزلۍ او بې کارۍ د زیاتوالي سره، د هیواد ځوانان په غیرقانوني فعالیتونو کې ښکیل دي. جمهورخبري آژانس