د طالبانو د دفاع وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د وزارت یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم "فرید" کوي، مسکو ته سفر کړی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د وزارت یو لوړ پوړی پلاوی، چې مشري یې د وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم "فرید" کوي، مسکو ته سفر کړی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په دې اعلامیه کې، چې نن پنشنبې د سلواغې ۹ مه د طالبانو د دفاع وزارت له لوري خپره شوې راغلي، دغه پلاوی به د خپل سفر په ترڅ کې له خپل روسي سیال واسیلي اسماکوف سره خبرې اترې یې وکړې. اعلامیه کې راغلي، دواړه لوري به د سیمه ییز امنیت، دوه اړخیزې همکارۍ او د امنیتي ننګونو د مخنیوي د لارو چارو په ګډون په یو شمېر مسلو بحث وکړي. دواړو خواوو د دوامداره اړیکو، د رسمي تعاملاتو پراخولو او دوامداره همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. جمهورخبري آژانس