دا په زړه پورې ده ۰
د بامیان سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په بازار کې د اور لګیدو له امله څو دوکانونه سوځېدلې دي.
د بامیان بازار کې اورلګیدنه؛ درې دوکانونه سوځیدلي
د بامیان سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په بازار کې د اور لګیدو له امله څو دوکانونه سوځېدلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، دغه پېښه پرون (چهارشنبې د سلواغې ۸ مه) شاوخوا ۱:۰۰ بجې رامنځ ته شوې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دې پیښه کې لږ تر لږه درې دوکانونه، چې پکې د جامو او لبنیاتو دوکانونه شامل دي، سوځیدلي او دوکاندارانو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

د بامیان د پولیسو قومانداني هم په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د اور لګیدو تایید کړی او ویلي یې دي چې د اور وژنې ډله په وخت رسیدلې او توانیدلې چې اور کنټرول کړي او نورو دوکانونو ته یې د خپریدو مخه ونیسي.

د دې ادارې په مطبوعاتي اعلامیه کې، د زیان اندازه شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ افغانۍ اټکل شوې؛ خو سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دوکاندارانو د سوځیدلي ملکیت ارزښت لږ تر لږه یو ملیون افغانۍ دی.

د اور لګیدو لامل لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی، او سیمه ییزو چارواکو نور جزئیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcipuaz5t1a3q2.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته