بغلان ولایت کې سیمه ییز طالبان وايي، د یوې ترافیکي پیښې له امله ۷ تنه مړه او ټپیان شوي دي. دجمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د بغلان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهاني نن یکشنبې (د سلواغې ۱۲ مه) وویل چې د کلیګې په قلعه بدای سیمه کې د پاسو موټر او فیلډر موټر د ټکر له امله ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شول. هغه زیاته کړه: د پیښې ټپیان د پلخمري ملکي روغتون ته لیږدول شوي او د پیښې لامل څېړل کیږي. د یادونې وړ ده چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د سړکونو خرابوالي او د هیواد په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نښانو نشتوالي له امله، په بیلابیلو ولایتونو کې مرګوني ترافیکي پیښې د پام وړ زیاتې شوي دي. جمهورخبري آژانس