د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، دا کمپاین نن یکشنبې پیل او تر پنشنبې پورې به دوام وکړي او تمه کیږي چې شاوخوا څلور زره ماشومان به پکې شامل شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.
کورنیو ته د لاسرسي کچې او د ښار د شاوخوا سیمو بشپړ پوښښ په اړه ځانګړي توضیحات نه دي ورکړل شوي.
په هرات کې د طالبانو د عامې روغتیا مرستیال خواجه احمد حنیفي وویل چې ګرځنده ټیمونه او روغتیایی رضاکاران به کور په کور کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د واکسین پروسه په منظم ډول ترسره کیږي.