په بادغیس کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د غیرقانوني کیندنو او لرغونو اثارو د لټون په تور د پنځو کسانو د نیولو اعلان وکړ.
په بادغیس کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د یاد ولایت په جوند ولسوالۍ کې د غیرقانوني کیندنو او لرغونو اثارو د لټون په تور د پنځو کسانو د نیولو اعلان وکړ. د جمهور اژانس د راپور له مخې، د بادغیس په ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند صدیق الله صدیقي سیمه ییزو رسنیو ته وویل چې دا کسان تېره شپه د جوند ولسوالۍ په خواجه جهانګیر سیمه کې د یو لړ تعقیبي عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي. د هغه په وینا، نیول شوي کسان د لرغونو اثارو د موندلو په هدف د غیرقانوني کیندنو په ترسره کولو تورن وو. په بادغیس کې د طالبانو د پولیسو ویاند زیاته کړه چې د دې کسانو قضیه د نورو څېړنو او بیاکتنې لپاره د ډلې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې ده. تر اوسه پورې، د نیول شویو کسانو د هویت او د کیندنو د دقیق ځای په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. جمهورخبري آژانس