په دوحه کې د طالبانو سفیر د قطر د ښاروالۍ له وزیر سره وکتل او د کابل او دوحه ښاروالیو ترمنځ یې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
په دوحه کې د طالبانو سفیر د قطر د ښاروالۍ له وزیر سره وکتل او د کابل او دوحه ښاروالیو ترمنځ یې د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په دوحه کې د طالبانو د سفارت د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د سلواغې ۱۳) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې سهیل شاهین د قطر د ښاروالۍ له وزیر عبدالله بن حمد بن عبدالله العطیه سره ولیدل. په دې غونډه کې، دواړو خواوو د دوحه او کابل د ښاروالۍ ترمنځ د سړکونو د جوړولو او ترمیم، د هوايي او ځمکني پلونو د جوړولو، د ظرفیت لوړولو پروګرامونو او نورو اړوندو مسلو په برخو کې د ګډې همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ. جمهورخبري آژانس