د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر له مشر سره ولیدل او په هیواد کې د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت د برابرولو غوښتنه یې وکړه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر له مشر سره ولیدل او په هیواد کې د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت د برابرولو غوښتنه یې وکړه. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع تیره شپه (د سلواغې ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې لیکلي، د وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر له مشر پولیک اوکسیري او د دفتر د سیمه ایز رییس اولیور اسویل سره ولیدل. طالبانو د مخدره توکو سره مبارزه د طالبانو د امارت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼلې او ادعا یې کړې چې د محدودو اسانتیاوو سره سره، د مخدره توکو د مخنیوي او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه شوي دي. هغه له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برابرولو او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ په برخه کې همکاري وکړي. د ملګرو ملتونو استازو هم په دې برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه. جمهورخبري آژانس