د کرکټ د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام د لوبو په درشل کې افغان ملي لوبډلې په لومړنۍ تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ملي لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
د کرکټ د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام د لوبو په درشل کې افغان ملي لوبډلې په لومړنۍ تمریناتي لوبه کې سکاټلنډ ملي لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپیر ماته ورکړه. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، دغه لوبه چې نن (دوشنبې د سلواغې ۱۳ مه) ماسپښين دوه بجې د هند په بنګلور کې پیل شوه، افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۸۵ منډې هدف وټاکه. د افغان توپوهونکو له لوري دروېش رسولي په زړه پورې لوبه وکړه، هغه د ۵ شپږیزو او ۷ څلوریزو پر مټ ۸۴ منډې وکړې. ابراهیم ځدراڼ ۳۶ او محمد نبي ۳۴ منډې وکړې. د سکاټلنډ پیل ښه نه وو، لوبغاړو یې د دې ستر هدف تر لاسه کولو لپاره ملګرتیا ونه شوای کولی. د سکاټلنډ ټوله لوبډله په ۲۰ اور کې د ۱۲۳ منډو په کولو سره وسوځېده او دا لوبه یې د ۶۱ منډو په توپیر افغانستان ته وبایلله. د یادونې ده، چې افغانستان دویمه تمریناتي سیالي له ویسټ انډیز ملي لوبډلې سره لري، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به تر سره شي. جمهورخبري آژانس