د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دې ډلې له فراه ولایت څخه ۷۵ کیلوګرامه تریاک نیولي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (د سلواغې ۱۴مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د فراه ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو دوه کسان د فراه رود ولسوالۍ څخه د ۷۵ کیلوګرامه تریاک، یو ټوپک او یو موټر سره نیولي دي. په مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې: دا کسان د لومړنیو تحقیقاتو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. د یادونې وړ ده چې پرون په نیمروز او بغلان ولایتونو کې زرګونه مخدره توکي او زرګونه لیتره تیزابي اوبه هم کشف او ضبط شوې. جمهورخبري آژانس