په مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې: د طالبانو استازو د قانون پلي کولو، بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې په برخو کې د ډلې لاسته راوړنې په تفصیل سره بیان کړې، په دې برخه کې ننګونې یې راپورته کړې، او وړاندیزونه او حل لارې یې وړاندې کړې.
د طالبانو د امارت استازو ټینګار وکړ چې امارت په عملي توګه ثابته کړې چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره قوي اراده او وړتیا لري.
دوی زیاته کړه چې که څه هم په افغانستان کې د مخدره توکو پر وړاندې اقدامات پلي شوي، خو ګټې یې د سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو ته رسیږي، او د دې لاسته راوړنو ساتل ګډ مسؤلیت، ګډې پانګونې، او د متقابل باور پر بنسټ همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.
طالبانو ویلي چې د دوی د خامو موادو سرچینې د افغانستان له پولو بهر دي او که چیرې یې مخه ونه نیول شي، نو دا به نه یوازې افغانستان بلکې سیمې او ټولې نړۍ ته زیان ورسوي.