دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۱۰۰ ډېرو افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.
د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه تر ۱۰۰ ډېر افغان بندیان خوشې شول
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه د ۱۰۰ ډېرو افغان بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.

د حمهور آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن پنشنبې (د سلواغې ۱۶مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د متحده عربي اماراتو حکومت د خپل ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان د هغه هېواد له زندانونو څخه خوشې کړل.

هغه زیاته کړه: یو شمېر خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شوي دي، او د پاتې نورو د راستنېدو پروسه به په نږدې راتلونکي کې د اړوندو قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته بشپړه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د متحده عربي اماراتو له حکومت څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې هغه به په بهر کې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjmyevyuqehoz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته