د طالبانو یو ویاند د ملګرو ملتونو د هغو اندیښنو په اړه چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ ګواښ په اړه دي وايي، داعش په افغانستان کې مات شوی او زموږ په ګاونډ (پاکستان) کې یې ځاله جوړه کړې ده.
د طالبانو یو ویاند د ملګرو ملتونو د هغو اندیښنو په اړه چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ ګواښ په اړه دي وايي، داعش په افغانستان کې مات شوی او زموږ په ګاونډ (پاکستان) کې یې ځاله جوړه کړې ده. د جمهور اژانس د خبر له مخې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پنشنبې (د سلواغې ۱۶ مه) وویل: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندیښنې بې بنسټه دي. هغه زیاته کړه: دا اندیښنې ځکه راپورته کیږي چې افغانستان (طالبان) په هغه غونډه کې شتون نلري ترڅو خپل مستند دریځ او حقایق وړاندې کړي. د طالبانو ویاند په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ځینې هیوادونه له دې خلا څخه کار اخلي او د افغانستان د امنیت په اړه تبلیغات خپروي او اندیښنې رامینځته کوي. طالبانو لیکلي: موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې افغانستان خوندي دی، دلته هیڅ بهرنۍ او خپل سرې ډلې شتون نلري. د مجاهد په وینا، د داعش پدیده، چې په افغانستان کې ماتې شوې، له بده مرغه زموږ په ګاونډ کې ځاله جوړه کړې ده. مجاهد زیاته کړه:«کله چې موږ وایو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد ونه کارول شي، دا پدې مانا ده چې هیڅوک باید اندیښنه ونه لري.» جمهورخبري آژانس