د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني هوايي بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د کب ۳ مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو باندې د پاکستاني پوځ د بریدونو په غبرګون کې، چې په کې لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول، وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان له خوا یې د اعتراض لیک ورته وسپاره.
مطبوعاتي اعلامیه زیاته کړه: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه او پر ملکي وګړو بمباري په کلکه غندي او دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه او پاروونکی عمل ګڼي.