دا په زړه پورې ده ۰
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په کندوز ولایت کې د جبهې له خوا د بریدونو په ترڅ کې د دریو طالبانو د وژلو اعلان وکړ.
د ملي مقاومت جبهه: کندوز کې مو درې طالبان و وژل
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په کندوز ولایت کې د جبهې له خوا د بریدونو په ترڅ کې د دریو طالبانو د وژلو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د کب ۴ مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو د شنبې په ماښام په کندوز ولایت کې د طالبانو د ترهګرو د ګزمې په موټر باندې هدفمند عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د ډلې د یو مشر په ګډون درې طالب ترهګر ووژل شول او دوه نور ترهګر ټپیان شول.

دا برید د ماښام شاوخوا ۷ بجې د کابل بندر په سیمه کې او د کندز هوايي ډګر ته نږدې په هغه موټر باندې وشو چې د طالبانو د ترهګرې ډلې قوماندان او د هغه کسان یې لیږدول، چې د شپې په ګزمه بوخت وو.

په دې برید کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو یا ملکي وګړو ته زیان نه دی رسیدلی.

د ملي مقاومت جبهې ځواکونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې هدفمند بریدونه پلانوي او ترسره کوي ترڅو هیواد د دې ډلې له غیرقانوني واکمنۍ څخه آزاد کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcj8vevouqehtz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته