پر افغان خاوره د پاکستان له هوايي بریدونو او په کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند وايي، دوی به د دغه بریدونو اصلي عاملین په نښه کړي.
پر افغان خاوره د پاکستان له هوايي بریدونو او په کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې وروسته، د طالبانو د حکومت ویاند وايي، دوی به د دغه بریدونو اصلي عاملین په نښه کړي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د یکشنبې شپه (د کب ۲ مه) په ننګرهار او پکتیکا ولایت کې پر پنځو ولسوالیو بریدونه وکړل. د سیمې د خلکو او طالب چارواکو په وینا، په دغه بریدونو کې د یوې کورنۍ ۱۸ غړي شهیدان او پنځه نور ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي. دغه مرګ ژوبله د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. برید د همدې ولسوالۍ د ګردي کڅ په سیمه کې د یوه ۸۰ کلن بېوزله کرونده ګر شهاب الدین پر کور شوی، چې په کې یې ۱۸ اولادونه او لمسیان له لاسه ورکړي او پنځه یې ټپيان شوي دي. د شهاب الدین ۳۰ کلن زوی شراکت چې له بریده روغ وتلی وايي، د شپې دولس بجې یې په کور برید وشو. نوموړي ویلي تر یو نیم ساعت پورې یوازې خپله وتوانېده، چې د کورنۍ ځینې غړي یې له خاورو راوباسي خو نور یې له توانه ونه شول او تر خاورو لاندې شول. شراکت وايي، په دغه برید کې یې د پلار، زوی، او کورنۍ د نورو غړو په ګډون ۱۸ شهیدان ورکړي او پنځه نور ټپیان شوي دي. که څه هم پاکستان ادعا کړې، چې دوی ۷ ځایه د ټي ټي پي او داعش پټنځایونه په نښه کړي او مرګ ژوبله یې اړولې، خو نړیوالو رسنیو جوته کړه، چې برید پر ملکیانو شوی او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. برید ته د طالبانو لومړی غبرګون محتاط وو خو اوس وايي، د دې بریدونو اصلي عاملین به په نښه کوي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د بریدونو اصلي جنایت کاروان پاکستاني پوځیان دي. مجاهد آریانا نیوز سره خبرو زیاته کړې «یو څه باید واضح کړم، موږ نه شو کولی لکه څنګه چې پاکستاني پوځ ملکیان په نښه کړل، ملکیان په نښه کړو، موږ هېڅ کله دا کار نه کوو، خو موږ اصلي جنایت کاران چې پاکستاني پوځیان دي په نښه کوو، مخکې مو هم د دوی شل پوستې او ۵۸ پوځیان له منځه وړي وو او د درې پوځیان مو ورته اسیران کړي وو چې څو ورځې وړاندې خوشي شول.» له دې وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ویلي وو، پر افغان خاوره د پاکستان د بریدونو ځواب به په مناسب وخت کې ورکړي. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي، په دغو هوايي بریدونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون په لسهاوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. جمهورخبري آژانس