د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وړاندوینه کړې چې د هیواد ډیری ولایتونه به په راتلونکې اونۍ کې له اوسط څخه ټیټ باران شاهد وي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وړاندوینه کړې چې د هیواد ډیری ولایتونه به په راتلونکې اونۍ کې له اوسط څخه ټیټ باران شاهد وي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د رسنیو دفتر نن (دوشنبه، د کب ۴ مه) د راتلونکې اونۍ لپاره د هیواد د هوا شرایطو وړاندوینه وکړه. سازمان زیاته کړه: تمه کیږي چې په ټول هیواد کې وچ شرایط شتون ولري. یوازې د شمال او شمال ختیځ په ځینو برخو کې د سپک باران تمه کیږي. د خوړو او کرنې سازمان (FAO) وویل چې د افغانستان په ډیری سیمو کې به باران له اوسط څخه ټیټ وي. جمهورخبري آژانس