دا په زړه پورې ده ۰
په انقره کې میشت د طالبانو سفیر د ترکیې د ګولن ګوند له مشر سره ولیدل او د اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو یې خبرې وکړې.
په انقره کې د طالبانو سفیر د ترکیې د ګولن ګوند له مشر سره وکتل
په انقره کې میشت د طالبانو سفیر د ترکیې د ګولن ګوند له مشر سره ولیدل او د اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو یې خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، په انقره کې د طالبانو د سفارت د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د کب ۴ مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د سفارت سفیر ثاني الله فرهمند د ګولن ګوند له مشر احمد داود اوغلو سره ولیدل.

په مطبوعاتي اعلامیه کې زیاته شوې: دواړو خواوو د افغانستان (د طالبانو ډله) او ترکیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په لارو چارو بحث وکړ.

ترکیه د طالبانو ډلې سره نسبتا ښې اړیکې لري خو دا ډله نه پیژني.

جمهور خبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcba8b8wrhb9fp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته