د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي رئیس د نړیوال خوراکي پروګرام د تدارکاتو له رئیس سره وکتل او د ګډې همکارۍ او صادراتي معیارونو په اړه یې بحث وکړ.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي رئیس د نړیوال خوراکي پروګرام د تدارکاتو له رئیس سره وکتل او د ګډې همکارۍ او صادراتي معیارونو په اړه یې بحث وکړ.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د کب ۴ مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي رئیس د نړیوال خوراکي پروګرام د تدارکاتو له رئیس سره په افغانستان کې وکتل.