دا په زړه پورې ده ۰
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی (یوناما) وايي، د ننګرهار په بهسود او خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
یوناما: پاکستان په افغانستان کې ملکي وګړي وژلي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولی (یوناما) وايي، د ننګرهار په بهسود او خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما پرون دوشنبې د (کب ۴ مه) په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي، د پاکستان هوايي ځواک د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې هم بریدونه کړي، خو د مرګ ژولې په اړه یې راپور نه دی ورکړل شوی.

یوناما له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې دښمنیو ته د تل لپاره د پای ټکی کېږدي تر څو د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.

د یادونې ده، چې د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د یکشنبې په شپه (د کب ۲ مه) د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو بمبار وکړ.

له ننګرهار تایید شوي راپورونه وايي، دلته هوايي بریدونو د بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ په سیمه کې د استوګنې په یوه کور شوی دي.

په دغه برید کې د شهاب الدین په نوم د یوه ۸۰ کلن سړي د کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

له بریده د شهاب الدین ژوندی وتلی زوی شراکت وايي، د شپې ۱۲ بجې وې چې پر کور یې بمبار وشو او هرڅه یې ورته لوټې او له منځه یووړل.

پاکستان هم منلې چې پر افغان خاوره یې برید کړی خو ادعا یې کړې، چې برید یې د ټي ټي پي او داعش په پټنځایونو کړی دی.

طالبان د پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي وايي، پاکستان پر افغان خاوره تېری کړی او بې ځوابه به یې پرېنږدي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، په مناسب وخت کې به حساب کړی ځواب پاکستان ته ورکړي.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان به بې ځوابه پاتې نه شي، خو په وینا یې دوی به د ملکي وګړو پر ځای اصلي جنایت کاران چې د پاکستان پوځیان دي په نښه کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcdkf0fnyt0ns6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته