له بریده د شهاب الدین ژوندی وتلی زوی شراکت وايي، د شپې ۱۲ بجې وې چې پر کور یې بمبار وشو او هرڅه یې ورته لوټې او له منځه یووړل.
پاکستان هم منلې چې پر افغان خاوره یې برید کړی خو ادعا یې کړې، چې برید یې د ټي ټي پي او داعش په پټنځایونو کړی دی.
طالبان د پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي وايي، پاکستان پر افغان خاوره تېری کړی او بې ځوابه به یې پرېنږدي.
د طالبانو دفاع وزارت وايي، په مناسب وخت کې به حساب کړی ځواب پاکستان ته ورکړي.
د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان به بې ځوابه پاتې نه شي، خو په وینا یې دوی به د ملکي وګړو پر ځای اصلي جنایت کاران چې د پاکستان پوځیان دي په نښه کړي.