دا په زړه پورې ده ۰
د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره تېري او هوايي برید ته په غبرګون کې ایران ټینګار کړی، چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
ایران: پاکستان او افغانستان باید کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي
د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره تېري او هوايي برید ته په غبرګون کې ایران ټینګار کړی، چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلام آباد تر منځ تاوتریخوالي ته په غبرګون کې ویلي، تهران وضعیت ته اندېښمن دی.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون دوشنبې د کب ۴ مه په یوه غونډه کې ویلي،  د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ زیاتوالی، له دغو دواړو هېوادونو وراخوا هم اغېزې لرلای شي.

په ورته وخت د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بنټ هم له دواړو لورو غوښتي، چې د ولسي وګړو ژوند او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

د یادونې ده، چې د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د یکشنبې په شپه (د کب ۲ مه) د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو بمبار وکړ.

له ننګرهار تایید شوي راپورونه وايي، دلته هوايي بریدونو د بهسود ولسوالۍ د ګردي کڅ په سیمه کې د استوګنې په یوه کور شوی دي.

په دغه برید کې د شهاب الدین په نوم د یوه ۸۰ کلن سړي د کورنۍ ۱۷ غړي شهیدان شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

له بریده د شهاب الدین ژوندی وتلی زوی شراکت وايي، د شپې ۱۲ بجې وې چې پر کور یې بمبار وشو او هرڅه یې ورته لوټې او له منځه یووړل.

پاکستان هم منلې چې پر افغان خاوره یې برید کړی خو ادعا یې کړې، چې برید یې د ټي ټي پي او داعش په پټنځایونو کړی دی.

طالبان د پاکستان دغه ادعا په کلکه ردوي وايي، پاکستان پر افغان خاوره تېری کړی او بې ځوابه به یې پرېنږدي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، په مناسب وخت کې به حساب کړی ځواب پاکستان ته ورکړي.

د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پاکستان به بې ځوابه پاتې نه شي، خو په وینا یې دوی به د ملکي وګړو پر ځای اصلي جنایت کاران چې د پاکستان پوځیان دي په نښه کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcg3q9qqak9yw4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته