د افغانستان کریکـټ بورډ راتلونکې میاشت سیریلانکا سره د لوبلړۍ مهالویش اعلان کړ. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د درې شل اوریزو او درې ۵۰ اوریزو دغه لوبلړۍ د مارچ میاشتې په ۱۳ پیل او په ۲۵ پای ته رسیږي. افغانستان په متحدوعربي اماراتو کې د دغې لوبلړۍ کوربتوب کوي چې شل اوریزې لوبې په شارجه او ورپسې ۵۰ اوریزې لوبې یې په دبۍ کې ترسره کیږي. جمهورخبري آژانس