دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه چې وايی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي شتون لري.
طالبانو د مسکو وروستۍ ادعا په کلکه رد کړه
د طالبانو حکومت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه چې وايی په افغانستان کې د ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي شتون لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، افغانستان امن دی او د هېواد ټوله جغرافیه دیو واحد حاکمیت ترواک لاندې ده او بهرنۍ ډلې په کې د فعالیت توان نه لري.

 مجاهد زیاته وايي، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه ادعا پخوانۍ ده او له روسیې وغوښتل چې دافغانستان واقعیتونه درک کړي اوپه ټکو یې خپل رپوټونه دعیني واقعیتونو په اساس نوي کړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت په خپل ویبسایټ کې ویلي، په افغانستان کې د نړیوالو تروریستي ډلو د جنګیالو شمیر له ۲۰ - ۲۳ زرو کسانو ته رسیږي چې نیمایي برخه یې بهرني اتباع دي.

د یادونې وړ ده چې روسیه په نړۍ کې یواځنۍ هیواد دی چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjmvevxuqehtz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته