ولسمشر غني وايي د امنیتي ځواکونو وارثینو ته رسیدګي یې لومړیتوب دی

2 دلو 1396 ساعت 12:24

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، زړورتیا او اتلولۍ ستایلې او ویلي، چې یې دي، چې د دغه ځواکونو وارثینو ته رسیدګي د حکومت لومړیتوب دی.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، زړورتیا او اتلولۍ ستایلې او ویلي، چې یې دي، چې د دغه ځواکونو وارثینو ته رسیدګي د حکومت لومړیتوب دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني د تېرې ورځې په پېښه کې د وژل شویو سرتېرو وارثینو ته د اووه اپارتمانونو کلیانې ورکړې.

له ارګ نه خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ښاغلي غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو سرتیرو کورنیو ته د اووه اپارتمانونو کلیانې ورکړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، زړورتیا او اتلولۍ وستایلې او وې ویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو وارثینو ته رسیدګي زمونږ په لومړیتوبونو کې ده.

باید و ویل شي، چې وړمه شپه ۹ بجې کابل کې پر انټرکانټنینټل هوټل څلور تنه وسله والو برید وکړ، چې له افغان ځواکونو سره تر ۱۶ ساعته جنګ وروسته له پښو وغورځول شول.

په دغه برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، خو ځینې سرچینې د وژل شویو کسانو شمېره زیاته ښيي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 100653

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100653/

جمهور
  https://www.jomhornews.com