مصر:

له ترهګرۍ سره مبارزه کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

2 دلو 1396 ساعت 12:32

مصري چارواکو په کابل کې د وړمې شپې برید غندلی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دی.


مصري چارواکو په کابل کې د وړمې شپې برید غندلی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مصر حکومت په یوه رسمي خبرپاڼه کې په کابل کې د وړمې شپې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.

په دغه خبرپاڼه کې د مصر د حکومتي چارواکو له قوله ویل شوي، چې په دې سختو شېبو کې مصر د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.

باید و ویل شي، چې وړمه شپه ۹ بجې څلورو وسله والو کابل کې پر انټرکانټنینټال هوټل برید وکړ او دغه جګړه ۱۶ ساعته اوږده شوه.

د چارواکو په خبره په دې برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې ډېری یې د اوکراین وګړي دي.

د اوکراین ولسمشر هم په افغانستان کې د خپلو اتباعو پر وژل کېدو خواشني ښودلې او دا یې یوه دردونکې پېښه بللې ده.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 100655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/100655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com