مصري چارواکو په کابل کې د وړمې شپې برید غندلی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مصر حکومت په یوه رسمي خبرپاڼه کې په کابل کې د وړمې شپې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی دی.
په دغه خبرپاڼه کې د مصر د حکومتي چارواکو له قوله ویل شوي، چې په دې سختو شېبو کې مصر د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.
باید و ویل شي، چې وړمه شپه ۹ بجې څلورو وسله والو کابل کې پر انټرکانټنینټال هوټل برید وکړ او دغه جګړه ۱۶ ساعته اوږده شوه.
د چارواکو په خبره په دې برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي، چې په وژل شویو کې ډېری یې د اوکراین وګړي دي.
د اوکراین ولسمشر هم په افغانستان کې د خپلو اتباعو پر وژل کېدو خواشني ښودلې او دا یې یوه دردونکې پېښه بللې ده.
جمهور خبري آژانس:کابل